Naqib Yousafzai

پښتون وطن مـې بدرنګ نۀ غواړمه  زه امــــن غــواړمه جنګ نۀ غواړمه چـــې بې ګناه پکښې مرګـونه کیږي داسې پښتو داســې ننګ نۀ غواړمه ژوند د ټوپک نه پڅنګ غواړمه خـو ژونـــــد د قلـم نه پڅنګ نۀ غواړمه د پښتونخواه دا ګلـــــورینه خـاوره نــوره پۀ سرو وینو رنګ نۀ غواړمه پـۀ محبت زړونه روښــــان غواړمه زۀ پۀ نفــرت زړونه زنګ نۀ غواړمه زما پۀ زړۀ کښې د چا یاد اوسي خو زۀ تـــــرې نقیـــبه قـلنګ نـۀ غواړمه نقیب یوسفزے

 

Powered by Blogger.