Manzar Faryadi

Manzar Faryadi  ټول عمر به دې ستائـم، ټول عمر به دا ستا یم خو دومــره راته ووایه جانانـه چې زه ستا یم  پروا نشـــــــته زمـا په زندګۍ دې پوره نه شي یو داسې نامعلومــه وعده راکړه چې پرې پایم چي تاته په کتو شم خلک ماته په کتو شي ټول لوئ واړه مي پيژني چي ستا لیونے دایم په دې دنیا نیمــــګړي به زما سره نور څه کړي بس ستا په یو نظــر سودایي شوے په دنیا یم یو ته راپورې مـــه خــانده جانانه خـــفه کیږم منــظر فـریادي خیر دے که د خلکو د خندا یم منظر فریادي

 

Powered by Blogger.